برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته ۶۰۰ زره افغان کډوال دغه هېواد ته داخل شوي دي.


د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳.۷ میلیونو ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په جون کې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳.۵ میلیونو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي په دې وروستیو کې ویلي چې په پاکستان کې د هغو نویو کډوالو سربېره یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوال هم شته چې د دغه هېواد له حکومت څخه یې کارتونه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې له ۱۶ زرو ډېر افغانان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د داوطلبانه راستنېدو د پروګرام له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان حکومت شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوالو ته د هویت کارتونه ورکړي، چې موده یې سږ کال پای ته ورسېده.

اپريدي وويل: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ثبت‌ نام کارتونو د نوي کولو په اړه خبرې اترې کوي.

د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ۷۷۵ زره افغان مهاجر په غیرقانوني ډول ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د دغه هیواد پولیسو د ناقانونه افغان مهاجرو د ایستلو سربیره، یو شمیر هغه کډوال چې د اوسیدو اسناد یې درلودل، هم نیولي او شړلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي