برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۴ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان: موږ غیر قانوني افغان مهاجرینو ته اجازه نه ورکوو چې په پاکستان کې ژوند وکړي

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر ویلي چې هیڅ افغان په پاکستان کې له ویزې پرته ژوند نه شي کولای.


انوارالحق کاکړ افغان مهاجرين په هغو کسانو چې په دولت کې ثبت دي، د استوګنې له اسنادو پرته او جعلي هويت لرونکي کسان وويشل، او ویې ويل چې هغه افغانان چې ويزه نه لري بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

کاکړ دغه څرګندونې له پولې هاخوا په قاچاق کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د پاکستان موقت لومړي وزیر ویلي، د اوسېدو له اسنادو پرته له افغانانو سره د چلند په برخه کې پخوانۍ نرم چلند د بېلابېلو ټولنیزو زیانونو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان ته د افغانانو غیر قانوني ننوتل د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي