برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

وژل شوی پاکستانی افسر خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

آریانانیوز: دوه اوونۍ وړاندې له اسلام اباد څخه تښتول شوی پوليس افسر طاهر داوړ چې وروسته په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو له لوري وژل شوی و، نن يې مړی خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.


د طاهر داوړ جسد نن په تورخم کې د افغان چارواکو له لوري پاکستاني هغو ته وسپارل شو.
له دې وړاندې ددغه دولتي افسر په اړه د ننګرهار چارواکو ويلي وو چې د نوموړي جسد د پاکستان حکومت ته نه مګر د طاهر داوړ کورنۍ ته ورکوي، خو د پاکستان قومي مشرانو د ننګرهار له چارواکو سره د خبرو اترو له لارې دوی دې ته چمتو کړل چې د د داوړ مړی پاکستاني چارواکو ته وسپاري.
د طاهر داوړ د جسد د ترلاسه کولو له پاره د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په ګډون ګڼ شمير پاکستاني تورخم ته راغلي وو.
د طاهر داوړ د جسد د ورکولو له امله د تورخم لاره د څو ساعتونو له پاره د خلکو په مخ بنده وه.
بل لور ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير نورو چارواکو د افغانستان له لوري د جسد په ورکړه کې د ځنډ له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دې چې د افغانستان له لوري د جسد د سپارلو په وخت کې يې ډیر انتظار او ستړيا ګاللې ده.
بل لور ته د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور ویلي دي چې د افغانستان له لوري د طاهر داوړ د جسد سپارلو په وخت کې د افغانستان ناغيړي او پلمې دا انديښنې راولاړوی چې د نوموړي په وژنه کې د افغانستان حکومت لاس لرل ناممکن نه دي.
د طاهر داوړ په وژنه د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پوځ مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ژوره خواشينې ښودلې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي