برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هیڅ شخص دثقلیه اسلحی دحمل حق نه لری

آریانانیوز: د فراه ښار ښه نظم او امنیت تامین لپاره د ولایت نظامی شورا فیصله په اساس د فراه شریف اوسیدونکو ته رسول کیږی:
۱ – هیڅ دولتی او غیری دولتی مسؤول کس د خپل شخصی امنیت په نامه، نه شی کولای هیڅ ډوله ثقلیه اسلحی لکه دهشکه، راکت او پیکا د ځان سره حمل کړی.
۲ – ښاری ګارنیزیون دا دنده لری ټول تور هنداری لرونکې وسایط چی عامه نظم اخلال لامل ګرځی شناسائی او هنداری یی سپین او یا له منځه یوسی.
۳ – ښاری ګارنیزیون دادنده لری چی مشکوک کسان چی غواړی تروریستی اعمال ترسره کړی ګرفتار او مسؤول ارګانونو ته تسلمی کړی.
۴ – ټول دولتی او غیری دولتی اشخاص خپل شخصی امنیت لپاره خفیفه اسلحی لکه کلاشینکوف او تفنګچه په اختیار کې لری، خپل اسلحی د پولیس په اداره کې ثبت او قانونی مجوز د اسلحو حمل لپاره اخذ کړی. بیله هغه اسلحی به یی راټول او ذیربط ارګانونو ته وسپارل شی.
لوړ فیصله د ۱۳۹۷/۰۹/۲۴ نیټی څخه عملی او تطبیق کیږی.

شریک یي کړئ!