برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامنیتي چارواکي لخوا د حکومتی ځواکونو وسلې په طالبانو پلورل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د څار په موخه د ولسي جرګې له لوري د لېږل شوي پلاوې موندنې ښيي، چې د فراه امنیتي چارواکي د دولتي عسکرو تجهیزات په عام بازار کې په طالبانو پلوري
فراه، چې د هیواد له نا امنو ولایتونو څخه دی، زیاته برخه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او ورځ تر بلې یې په دې ولایت کې د واک ساحه په پراخېدو ده
تازه ددې ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره ګمارل شوی پلاوی وایي، چارواکي د عسکرو تجهیزات او وسلې د «بکوا» او «خاک سفید» په ولسوالیو کې په جوړېدونکي «جمعه بازار» کې په طالبانو پلوري او طالبان بیا د همدغو وسلو په مټ په عسکرو بریدونه کوي او هغوی ته درانه تلفات اړوي
د لېږل شوي پلاوي له منځه «عبدالستار حسیني» افق نیوز ته ویلی « د امنیتي ځواکونو زیاته برخه وسله او تجهیزات د طالبانو لاس ته لوېدلي، چې په اړه یې باید د قرارګاوو او امنیتي پوستو له مسئولینو پوښتنه وشي
د حسیني له قوله، د فراه ولایت امنیتي مسئولین د وضعیت په اړه بې پروا دي، چې له امله یې ددې ولایت حالت تر پخوا خراب شوی
د فراه ولایت د والي مرستیال «مسعود بختور» هم دا ادعاوې مني او په خبره، یې دا کار د امنیتي چارواکو او د پوستو او قرارګاوو د مسئولینو د سازش له امله ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي