برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په فراه ولایت کې مخابراتی شبکي قطع شول

آریانانیوز: دادالله د فراه ولایتی شورا غړۍ قانع خبرنګاراتو ته په خبرو کې وویل چی تیرو درو میاشتو کې مخابراتی شبکي په ټول فراه ولایت کې خراب دی او صحیح کار نه کوی
هغه د مخابراتی شبکو خرابوالی د نه امنیت شتون او مخابراتی شبکو سیمو کنترول طالبانو لاس کې بللی او ویلی دی: د یو میاشت راهیسی د قومی مشرانو په منځګړیتوب سره ورځ کې ۴ ساعته مخابراتی شبکي په دی ولایت کې کار کوی
ښاغلی قانع زیاته کړه چی مخابراتی شبکي په فراه کې د سهار ۱۰ بجو څخه بیا تر ماسپښین ۲ بجو پوری فعال وی او وروسته بیا غیری فعال کیږی
هغه وویل چی مخابراتی شبکو قطع کېدل، ددی ولایت خلګ د مشکلاتو سره مخ کړی چی په بعضی وختونو کې د ولسوالیو څخه د اړېکو نیولو لپاره ولایت مرکز ته راځی
فراه ولایتی شورا دا غړۍ وویل چی یواځی سلام مخابراتی شبکه چی دولتی دی په دی ولایت کې ۲۴ ساعتونه فعال دی چی هغه هم د ځینو محدودیتونو له امله ټول خلګ ځینی ګټه نه شی اخیستلای
قانع د خلګو نماینده په حیث هیواد جګړی دواړو لورو څخه غواړی چی خلګو ته زیان ونه رسوی
دا په داسی حال کې دی چی دوه کاله مخکې هم طالبان شپی له لوری مخابراتی شبکي په فراه ولایت کې بند کړی وو.

شریک یي کړئ!