برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومتی ځواکونو په توپچي ډزوکی د ماشومان وژل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې میشتو دولتي عسکرو له هغه وروسته په یو شمېر کلیوالي سیمو د ډیسي توپونو او هاوانو مسلسل بریدونه ترسره کړل، چې ددې ولایت پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالجلیل بختور په یاده ولسوالۍ کې له خپلو وسله والو سره طالبانو ته تسلیم شو
وړمه ورځ له ماسپښين څخه تر مازدیګره د بالابلوک ولسوالۍ په شیخ لالا او شیوان سیمو کې د اربکیانو پوستو او عسکرو له نیږدې قرارګاه څخه د خلکو په کورونو د ډیسي توپونو او هاوانونو پرلپسې ډزې روانې وې
د سیمې خلکو او طالبانو په خبره په دغو بریدونو کې ولسي آبادۍ ته د زیان اووښتو ترڅنګ د نورمحمدپه نوم کلیوال سړي یو ماشوم زوی او محمدخان اکا په نوم بل کلیوال سړي ۲ زامنو په ګډون ۳ ماشومان وژل شوي او۲ تنه نور ولسي خلک ټپیان شوي دي
په فراه ولایت کې د دولتي عسکرو په ډزو ۵ ماشومان په داسې مهال مړه او ژوبل کیږي، چې تیره شپه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پرمهال ۹ تنه قومي مشران مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د فراه ولایت پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالجلیل بختور له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره یوځای طالبانو ته په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شو، د کومې له امله چې د فراه ولایتي ادارې مسئولین په هغه باندې سخت په قهر دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي