برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هلمند: افغان ځواکونو له ښوونځیو نظامي قرارګاوې جوړې کړي

د هلمند ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، افغان ځواکونو له ښوونځیو نظامي قرارګاوې جوړې کړي او د ډېرو ښوونځیو دروازې یې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.



د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري وايي، د ولسوالیو سربېره په مرکز لښکرګاه کې هم اردو، پولیس او اربکیان له ښوونځيو پوستې جوړې کړي دي.
د صفاري په خبره، د لښکرګاه اړوند د ساپیانو د نجونو ښوونځي کې اوس مهال پولیس مېشت شوي او له تېرو دوو کلونو راهیسې دغه ښوونځی د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
دی زیاتوي، کله چې پولیسو له دغه ښوونځي نظامي قرارګاه جوړه کړه؛ نو اوس د زده کوونکو کورنۍ خپلو لوڼو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د هلمند د پوهنې د رییس په خبره، یوازې په لښکرګاه کې له ښوونځیو نظامي قرارګاوې جوړې شوي نه دي؛ بلکې په نادعلي ولسوالۍ کې هم د هلکانو مرکزي لېسه پر نظامي قرارګاه بدله شوې ده.
«له تېرو دوو کلونو راهیسې د نادعلي لېسه تړل شوې. د ښوونځي ودانۍ له منځه تللې، درسي ټولګي په مرمیو سوري شوي او د زده کوونکو له چوکیو نظامیان د ځان ګرمولو له پاره کار اخلي او ټولې یې سوځولي دي.»
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري زیاتوي، افغان ځواکونو حتا د ښوونځیو کتابونه هم سوځولي دي.
د هلمند د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال ۴۰۰ بابه ښوونځي لري، چې له ډلې ۱۰۲ ښوونځي تړل شوي او په پاتې ښوونځیو کې ۳۳ زره نجونې او ۱۶۵زره هلکان زده کړې کوي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک هم مني، چې په دغه ولایت کې افغان ځواکونو له لسګونو ښوونځیو نظامي قرارګاوې جوړې کړي.
ځواک هیله‌من دی، چې په راتلونکو څو کلونو کې به په دغه ولایت کې ټول تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.
په هلمند کې هغه سیمې چې اوس مهال د طالبانو ترولکې لاندې دي، ښوونځي پکې فعال او زده کوونکي په ډاډه زړه خپلې زده کړې کوي.
په هلمند کې له ښوونځیو د نظامي قرارګاوو جوړولو اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي، چې درې ورځې وړاندې ولسمشر غني د نوي ښوونیز کال پرانیسته وکړه او روان کال یې د پوهنې د ودې کال ونوماوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي