برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په هلمند کې د مخدره موادو بيې درې برابره لوړې شوې دي

آریانانیوز: پخواني چارواکي او کارپوهان وايي چې د طالبانو د مشر له لوري د نشه يي موادو پر کښت د بندیز لګول د زیاتې ګټې لپاره یوه دسیسه ده.


د مخدره موادو پر کښت د بنديز په اړه د طالبانو د مشر له فرمان يوه ورځ وروسته ځايي سرچينې وايي، چې په هلمند کې د يوه کيلو اپينو بيه له ٤٠٠ ډالرو څخه ١٢٠٠ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د ځینو پخوانیو چارواکو په وینا، د مخدره توکو د کښت ډیری عاملین طالبان دي، او د دې ډلې مشر امر د ډیرې ګټې ترلاسه کولو لپاره یوه دسیسه ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: د نشه یي توکو د کښت او قاچاق ډېری عاملین د طالبانو مشران دي او د دې ډلې مشر فرمان د دوی د ذخیره شوي توکو بیه دوه چنده کوي.

نوموړي د طالبانو دغه امر درواغ وباله او ویې ویل: که طالبان رشتیا وایي، نو باید لومړی د هلمند ولایت بهرامچه وتړي.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي