برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نفوذي عسکر امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

آریانانیوز: د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوه نفوذي عسکر پر امريکايي پوځیانو ډزې او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


د هرات يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې شينډنډ هوايي ډګر کې يوه افغان کومانډو عسکر پر امريکايي پوځيانو ډزې کړي، چې له امله يو امريکايي پوځي وژل شوی او دوه ټپيان دي.
سرچينه وايي، چې ټپي پوځيان د چورلکې په واسطه د درملنې لپاره بل ځای ته لېږدول شوي دي.
طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د وحيدالله په نوم د ننګرهار اوسېدونکي عسکر پر امريکايي پوځيانو ډزې کړي، چې ګڼ شمېر امريکايي پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
امنيتي سرچينې او همدارنګه طالبانو دا نه دي ويلي، چې بريدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی او که په تېښته بريالی شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي