برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي اردو میدان وردګو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل

آریانانیوز: ځايي اوسېدونکو له قوله ملي اردو د څو ورځو په اوږدو کې مخامخ او د ډيسي توپونو په ډزو کې د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي.


سرچینه د سید اباد ولسوالۍ د بابکرخېلو د کلي اوسېدونکي کریم الله له خولې وايي چې تېره شپه د دوی کلیوال خیال ګل ملي اردو د اوبو لګولو پرمهال وواژه.
هغه وايي چې څو ورځې وړاندې د روانې میاشتې په دویمه هم، ملي اردو د ډیسي توپ په ګوزار کې د ده لس کلن لمسی وواژه.
کریم الله وړاندې زیاتوي چې اوونۍ وړاندې هم په شش ګاو کې د ملي اردو راکټ د عبدالجلیل پر کور ولګید، چې یوه لور او یو زوی يې ووژل شول او یو بل ټپي شو.
نوموړي وویل، چې د جګړې دواړه لوري په ملکي تلفاتو کې ملامت دي، په وینا يې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ممو خېلو کې یو ټونس پر خښ کړل شوي ماین برابر شو، چې درې مېرمنې او یو سړی پکې ووژل شو.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو وړاندې تر دې هم د امنیتي ځواکونو له چلنده او ملکي تلفاتو اړولو شکایتونه کړي دي.
اوونۍ وړاندې پژواک د چک ولسوالۍ د یو ډاکټر له خولې راپور خپور کړ، چې په کور کې يې ملي اردو په زور پوسته جوړه کړې اود ده د غږ اورېدو هیڅ مرجعه نشته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي