برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په وردګو ولایت کې د ولسي وګړو کورونه نړول

آریانانیوز: یو شمېر سرچینې وایي، دولتي عسکر او سیمه ییز امنیتي چارواکي په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي پوستو د خوندیتوب په پلمه د ولسي وګړو کورونه ړنګوي
د شمشاد تلویزون خبریال «حامد مایار په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « په وردګو کې سیمه ییز چارواکي او د اردو سرتېري له امریکایانو خپلو کلیوالو او وطنوالو ته ډېر پاخه دي، هلته سپین ږیري، ماشومان او زنانه له کورونو ایستل کیږي او د وړل شویو موټرو په واسطه یې د سترکو په وړاندې کورونه ور نړوي
مایار زیاتوي د ملي اردو ځواکونو د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ملي خيلو په زاړه کلي کې د خلکو کورونه د دې لپاره نړولي دي چې د دوی پوستې له ګواښونو خوندي شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي