برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار: یو شمېر پخواني امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي دي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش یا سیګار وايي، یو شمېر پخواني افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي دي.


سیګار لیکي چې د ملي اردو پخواني سرتېري د شخصي ګټو لپاره د طالبانو په ډله کې جذب شوي دي.

سیګار دا هم وايي چې یو شمېر نور ځواکونه د طالبانو ضد ډلو سره یوځای شوي، لکه د داعش خراسان څانګه او د ملي مقاومت جبهه چې په څو ولایتونو کې فعالیت کوي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې دا نه ده څرګنده چې د ملي اردو څومره پخواني سرتېري له طالبانو یا نورو ډلو سره یو ځای شوي او یا له هېواده وتلي دي.

د راپور له مخې، د ملي اردو ډېری پخوانیو سرتېرو شخصي ژوند ته مخه کړې او ډېر شمېر یې له هېواده وتلي دي. خو ویل کیږي چې له طالبانو سره یو ځای شوي کسان د دې ډلې له مشرتابه څخه بې برخې دي.

د راپور له مخې، د ملي اردو ډېری پخوانیو سرتېرو شخصي ژوند ته مخه کړې او ډېر شمېر یې له هېواده وتلي دي. خو ویل کېږي هغه کسان چې له طالبانو سره یو ځای شوي دي د دغې ډلې د مشرتابه په کچه حضور نه لري.

تر دې مخکې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی و چې د پخواني حکومت یو شمېر ملي امنیتي ځواکونه له داعش سره یو ځای شوي دي.

که څه هم طالبانو د تېر کال د اګست په نیمایي کې واک ته له رسېدو وروسته عمومي بخښنه اعلان کړه، خو د راپورونو له مخې دغې ډلې سلګونه پخواني سرتېري وژلي دي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو شمېر شاوخوا درې سوه زره تنه اټکل شوى و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي