برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د پخوانی حکومت لوی درستیز د پردې تر شا د افغانستان د سقوط لاملونه بیانوي

د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزی وايي، د حکومت له نسکورېدو مخکې د جګړې پر مهال یې د امریکايي او افغان چارواکو پیغامونه ترلاسه کړل چې د طالبانو پر ضد جګړه ودروي.


هغه وویل امریکايي چارواکو ویل چې له طالبانو سره جګړه به د دوحې تړون زیانمن کړي.

جنرال هبت الله علیزي وویل چې د اشرف غني او حمدالله محب له خوا د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې سمدستي او پراخ بدلونونه د ملي اردو د ګډودۍ او ناکامۍ لامل شو.

د ملي اردو دغه پخوانی چارواکی وايي، ډېری هغه کسان چې د جګړې پر مهال د ملي اردو د قطعاتو د سمبالولو توان نه درلود، د غني او محب له خوا لوړ پوړو بستونو ته ارتقا ورکړل شول.

د پخواني حکومت په وروستیو پنځو ورځو کې جنرال هبت الله علیزی د محمد اشرف غني له خوا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي