برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

له پاکستانه د ۵۰۰ افغان بندیانو راستنېدل

پاکستاني خبري سرچینو د خیبر پښتونخوا له زندانونو د ۵۰۰ افغان بندیانو د بېرته ستنېدو اعلان کړی دی.


شخصي جیو تلویزیون اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت محکمې په یوه نوي اقدام کې ویلي چې د دې صوبې په بېلابېلو زندانونو کې پراته ۵۰۰ بندیان به افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان د جیو خصوصي ټلویزیون په یوه نوي راپور کې چې د دغه هېواد د امنیتي چارواکو له قوله خپور شوی، راغلي چې د پاکستان د موقت حکومت د پرېکړې له مخې به ټول هغه افغان کډوال چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د نوامبر له لومړۍ نیټې وروسته په جبري توګه ایستل کېږي او باید بېرته هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو له دې نیټې مخکې په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو نیول پیل کړي دي.

له بلې خوا د ننګرهار ولايتي اداره د راستنو شويو کورنيو لپاره د اسانتياوو په برابرولو کې جدي بوخته ده.

په تورخم ښارګوټي کې د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست د دفتر د معلوماتو له مخې، یوازې په یوه ورځ کې د تورخم له لارې ۱۳۸۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي