برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

عمران خان: د بن لادن له وژل کېدو وروسته باید امریکا له افغانستانه وتلې وای

آریانانیوز: د پاکستان لومړي وزیر وویل چې د افغانستان خلک د بهرنیانو تسلط نه مني او امریکا په دې په سمه توګه نه پوهیده.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، امریکا باید د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته له افغانستانه وتلې وای.

هغه وویل چې افغان ولس د بهرنیانو تسلط نه مني او امریکا په دې خبره نه پوهیدله.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې امریکا باید پر افغانستان له برید مخکې او د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د افغانستان په اړه د مطالعې لپاره هڅې کړې وای.

هغه وویل، که دوی د افغانستان په اړه مطالعه او څېړنه کړې وای، نو هغه څه به یې نه وای کړي چې دوی یې کړي دي.

عمران خان وویل امریکا حتی په دې هم نه پوهیده چې په افغانستان کې څه غواړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي