برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سيګار: تېر کال په افغانستان کې د ۲،۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت نشه يي توکي توليد شوي

آریانانیوز: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش (سیګار) اعلان وکړ، تېر کال په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د تولید ارزښت د ۱،۸ ميليارد ډالرو او ۲،۷ ميليارد ډالرو ترمنځ و.


دې ادارې په یو لړ ټویټونو کې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ادارې د وروستي راپور په حواله لیکلي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د مخدره موادو د ناخالصو تولیداتو ارزښت د دغه هېواد د ناخالصو تولیداتو له ۹ تر ۱۴ سلنې پورې برابر دی.

سیګار ويلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د تاریاکو د توليد اندازه د ۲۰۲۰ کال د شمېرو په پرتله اته سلنه زياتوالي سره شپږ زره او ۸۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۱ کال د وروستۍ ربعې په راپور کې ویلي چې تېر کال د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکې ۳ سلنه کمې شوې دي.

په تیرو وختونو کې ویل کیدل چې د طالبانو د عاید یوه برخه د مخدره موادو له تولید، تجارت او قاچاق څخه لاس ته راځي. طالب چارواکي اوس وايي چې دغه ډله به د نشه يي توکو د تولید، سوداګرۍ او قاچاق مخه ونیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي