برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان پر نږدې نيمايي خاوره باندی حکومت واک نلری

آریانانیوز: په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار بنسټ «سيګار» ویلي دي چې په افغانستان کې د افغان حکومت د واک ساحه نوره هم کمه شوې ده او نږدې نيمايي برخه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.


په دغه راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څخه يې ۲۲۶ ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې يې د طالبانو په واک کې دي چې په دې حساب سره نږدې ۴۵ سلنه خاوره د افغانستان حکومت له لاسه وتلې ده.
سيګار وايي چې د راټولو شويو معلوماتو له مخې يوازې په تيرو دريو مياشتو کې ۰،۷ سلنه خاوره د افغانستان د حکومت له کنټرول څخه وتلې ده او دا لړۍ لا دوام کوي.
راپور زياتوي چې ددې سربيره ۴۹ ولسوالۍ چې د افغانستان ۱۲ سلنه خاوره کيږي په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي، همدا راز ۱۳۲ نورې ولسوالۍ د طالبانو او افغان حکومت د جګړو او جنجال سيمې بلل شوي دي.
خو له دې سره سره سيګار ویلي دي چې په ورته وخت کې هم افغان حکومت د افغانستان په ۶۵،۲ سلنه نفوس خپل کنټرول لري چې دا د تير کال له همدې اندازې سره برابره ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تير ميلادي کال په نومبر مياشت کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نيکولسن ويلي وو چې په راتلونکو دوو کلونو کې به افغان امنيتي ځواکونه د خپل کنټرول ساحه له ۶۵ سلنه څخه ۸۰ سلنه ته لوړه کړي چې دا اټکل تر اوسه نه دی رښتيا شوی او حالاتو ته په کتو لاهم د افغان حکومت له کنټرول څخه ډيری نورې سيمې هم په وتو دي.
بل لور ته د افغانستان د چارو يو تن امريکايي کارپوه بيل روګيو له يوې امريکايي رسنۍ سره په خبرو کې يې په افغانستان کې د
افغان ځواکونو په وړتيا شک ښودلی او ويلي يې دي چې امريکا او افغان ځواکونه چې د امنيتي وضعيت د ښه والي له پاره کومه ژمنتيا ښودلې ده، زه يې ناشونې بولم، هغه ويلي دي چې په افغانستان کې له نيمايي ډير وګړي د افغان حکومت له واکه بهر او طالبانو له کنټرول لاندې سيمو کې ژوند کوي.
ددې راپور په اړه طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې د افغانستان څومره سيمه د دوی په کنټرول کې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array