برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي دفاع وزارت د تیلو د غلاوو په اړه د سيګار راپور نه رد او نه تاييد

د ملي دفاع وزارت د تیلو د غلا په اړه د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا د سرمُفتش ادارې (سيګار) راپور نه رد او نه يې هم تاييد کړى، خو وايي چې د فساد پر ضد يې مبارزه په لومړيتوبونو کې ده.


سيګار پرون په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې په افغان ځواکونو کې د تېلو غلا پر يو ګـټور کاروبار بدل شوى او د دې ځواکونو د لس ميليارده افغانيو په ارزښت تېل غلا شوي دي.
د سيګار موندنو ښودلې ده چې د امريکا د دفاع وزارت له ٢٠٠٨ زېـږديز کال څخه تر ٢٠١٦ کاله پورې شاوخوا ١٠،٦ ميليونه لېتره تېل د افغانستان د پوځي عملياتو لپاره ورکړي چې ټول ارزښت يې ١٣ ميليارده ډالره کېږي.
د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د افغان امنيتي ځواکونو د تېلو کلنى لګښت نږدې ٥ ميليونه لېتره اټکل شوی دی.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد شوى راپور يې ترلاسه کړى او د ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو ته اکمالات د وزارت د لاندې منظور شوي پلان پر اساس کوي.
سرچينه کاږي، د پاور پلانټونو او جنراتونو لپاره د تېلو وېش د الکترونيکي اسانتياوو په خاطر چې په پاور پلانټونو کې موجود دي، ترسره کیږي.

د ملي دفاع وزارت ويلي، د محاربو او اوپراسيوني دندو لپاره د تېلو اکمالول د محاربوي پلانونو پر بنسټ چې د ملي اردو د جزوتامونو له خوا ترتيبېږي او د اوپراسيون رياست له تاييد او د ستر درستيز مقام له منظوري وروسته اکمال او مصریږي.
د سرچينې په حواله، د جمهوري رياست د ١٣٩٦ کال د سلواغې د ١٦مې نېټې د امر او د ملي دفاع وزارت د منظور شوي طرزالعمل پربنسټ، د ملي اردو وسايطو لپاره د تېلو وېشل د ګرځیدو د کيلومتر له لارې ترسره کیږي او له هغه اضافه نه اجرا کیږي.
د دفاع وزارت څرګندوي، چې د تېلو لګښتونه د ستر درستيز د لوژستيک رياست له لارې له ويزې او کنټرولولو وروسته CSTC-A دفتر ته لېږل کېږي او دا دفتر د معتبرو اسنادو د رسيد او د تېرې مياشتې د لګښتونو دې په پام کې نيولو سره د نورو تیلو د اکمالولو په برخه کې اقدام کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي