برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسیې په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو اندېښنه بیا تکرار کړه

په تاشکند کې د افغانستان په اړه د امریکا او نورو هیوادونو سره تر ګډې ناستې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو اندېښنه تکرار کړه او وې ویل چې دغه الوتکې له یوه ځایه بل ځای ته وسلې او وسلوال انتقالوي.



د سپوټنیک روسي خبري اژانس د را پور سره سم د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي: « په افغانستان کې د داسي چورلکو کارول چې هیڅ نښې باندي نه وي، تر څو وسلوال او هغه وسلې په کښي انتقال شي چې د غربي هیوادونو کې جوړیږي، مونږ یې په اړه جدې اندېښنې لرو، په ځانګړي ډول کله چې دغه اندېښنې یو شمېر افغان چارواکي هم تاییدوي، دا یو داسي حقیقت دی چې باید په اړه یې جدي پلټنې وشي».
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسیه د افغانستان په شمال کې د طالبانو او داعش په عملیاتو کې د زیاتوالي له امله اندېښنه لري.
باید وویل شي چې نن په تاشکند کې د روسیې، امریکا، چین، پاکستان، سعودي، امارات، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په شمول نړیواله غونډه جوړیږي چې په کښي به د افغانستان موضوع او د سولې پر پروسې بحث وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي