برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ اسفند , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

روسیه: امریکا او ناټو تر اوسه په افغانستان کې د خپلو جنایتونو سزا نه دي ليدلي

آریانانیوز: دغه روسي ديپلومات ويلي، چې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو له خوا د ترسره شويو جرمونو قانوني ارزونه نه ده شوې او دغه جنايتونه بې سزا پاتې دي.


په ملګروملتونو کښې د روسیې د پلاوی یوه غړی په دې خبرې په ټینګار سره چې په افغانستان کښې د نن ورځې ستونزې په دغه هیواد کښې د امریکائی ځواکونو د شل کلن شتون نتیجه ده وویل: امریکا او ناټو تراوسه په افغانستان کښې د خپلو جنایتونو په خاطر نه دي مجازات شوي.

نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا ګډوډ وتلو ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکایانو، انګلیسانو او د هغوی متحدینو په افغانستان کې تباهۍ او بې وزلي پریښوده او اوس په بې شرمۍ سره د افغان چارواکو ملامتوي.

ارتور چرنیاکوف چې په جنیوا کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۲مه غونډه کې خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې اوسنی بد وضعیت د امریکا او د ناټو د نورو غړو هېوادونو د شل کلن حضور پایله ده.

نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه
دغه روسي ډیپلوماټ په دې خبرې سره چې دوی [امریکا او د ناټو متحدین یې] د بشري مرستو په بدل کې له کابل څخه سیاسي امتیازات غواړي، ټینګار وکړ: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له خوا د ترسره شویو جنایتونو سمه قانوني ارزونه نه ده شوې، او دا جرمونه بې جزا پاتې دي.

چرنیاکوف څرګنده کړه: افغان چارواکي د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره لازمې سرچینې نه لري، په تېره بیا له دې امله چې د هیواد نهه میلیارده ډالره شتمني په غیر قانوني ډول کنګل شوې ده.

افغانستان د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته پیل او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ!