برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کرونا ویروس د خپرېدو مخنيوي لپاره اوربند

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د هرات ولايت چارواکو اندېښنه ښودلې، چې له ایرانه د افغانانو د راستنېدو له امله په دغه ولايت کې د دې ناروغۍ د زياتېدو اندېښنه شته
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغانان لا هم ويده دي او کرونا ويروس يې د کور دروازې شاته رسېدلی دی او که پر وړاندې يې سر له اوسه جدي تدابير ونه نيول شي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به له حده ووځي
د عبدالقيوم رحيمي په وينا که د کرونا ويروس د خپرېدو پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي، نو نه يوازې دا، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به زيات شي، بلکې له دې ناروغۍ د مړو کېدونکو خلکو شمېر به هم له توانه ووځي
د هرات ولايت چارواکو له طالبانو هم غوښتي، چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي په موخه دې اوربند اعلان کړي او تر خپل واک لاندې سيمو کې دې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ته د فعاليت اجازه ورکړي
د هرات والي زياته کړه، که د کرونا ناروغۍ د زياتېدو لړۍ همداسې روانه وه، له ديني علماوو به فتوا وغواړي، چې د جَمعې لمونځونو د رخصت لپاره فتوا ورکړي
د وروستيو معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې يوولس تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي، چې يوازې شپږ تنه يې په هرات، درې په سمنګان، يوه يوه په بلخ او کاپيسا کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي