برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کابل – کندهار لویه لاره کې سړې هوا ۸ تنه موټر چلوونکي ووژل شول

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي دغو موټر چلوونکو کابل ته سوداګریز توکي رالیږدول چې لاره کې د پاتې کیدو او سړې هوا له امله مړه شوي دي
د دغې خونې معلومات ښيي چې اته تنه موټر چلوونکو د زابل شاه جوی ولسوالۍ په اوږدو کې د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
بله خوا د ټرانسپورټ وزارت چاوراکي وایي د لویو لارو د واورو پاکول دوام لري
د دغه وزارت شمیرې ښيي چې د بامیانو، دایکندي او غور ولایتونو لارې او هغه کنډوونه چې دغو لارو کې پراته دي، د واورو سختو ورښتونو او توپان له امله تړل شوي دي
د زابل – غزني لویې لارې یخ بندۍ هم پلازمینې ته د سوداګریزو توکو انتقال ستونزمن کړی دی
د لویو لارو په اوږدو کې د واورو ورښت، د لارو ښویه کیدل او بندیدل د هر کال د ژمي موسم کې د لویو موټرو چلوونکو او مسافر پرمخ ستونزې جوړوي
د زابل د پولیسو قومندان وایي همدا اوس لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده او لسګونه مسافر دغه لاره کې تګ راتګ کوي
د یادولو وړ ده چې له تیرې ورځې راهیسې په هرات، کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د زیاتو ورښتونو او سیلاوونو له امله زیات شمیر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array