برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د کابل ښار دروازو د امنیت چارې د پولیسو څخه ملی پوځ ته سپارل کېږی

د کابل امنیتی چارواکی وایی، د کابل اوسېدونکو امنیت د لاښه ټینګښت په موخه ددغه ښار دروازو امنیت چارې د پولیسو څخه ملی پوځ ته سپارل کېږی.
د کابل امنیې قوماندان داوود امین ویلی چې د اوسېدونکو امنیت ښه ټینګښت په موخه، د کابل دروازو امنیتی چارې ملی پوځ ته سپاری.
د کابل امنیې قوماندان داوود امین آزادی راډیو ته ویلی چې دغه بهیر یوه اونۍ وړاندې پیل شوی او تر یوې میاشتې پورې بشپړېژی.
دده په وینا، دغه اقدام د لوړو امنیتی ګواښونو لمنځه وړلو، د کابل پولیسو په برخه کې د فساد شتون او د زورواکو کسانو په وړاندې د مقاومت په خاطر ترلاس لاندې نیول شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي