برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د چمن-بولدک لارې د خلاصېدو فرمان

آریانانیوز: دیورپوټ ل مخی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هیواد يې په سخت وخت کې له افغانانو وروڼو او خویندو سره مرستې ته ژمن دی.
عمران خان په خپل ټویټر باندې لیکلي « د کورونا غوندې نړیوالې وبا له خپرېدو سره، سره موږ د خپلو افغان وروڼو او خویندو مرستې ته ژمن یو، ما د چمن-سپین بولدک د سرحد د خلاصېدو او افغانستان ته د بار موټرو د ننوتو اجازه ورکړه.د خان په خبره، دوی په هر ډول بحران کې له افغانستان سره ثابت قدمه ولاړ دي
اده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې عبدالله عبدالله چې ځان د همه شموله حکومت ولسمشر بولي خبر ورکړی وو، چې د پاکستان لومړي وزیر د چمن-سپین بولدک د لارې د خلاصېدو په برخه کې دده غوښتنې ته مثبت جواب ویلی او لاره یې خلاصه کړې.
عبدالله ویلي وو، چې ده دا غوښتنه د افغان سوداګرو له اندېښنو وروسته د پاکستان له سفیر سره شریکه کړې وه او هغه ورته ډاډ ورکړی وو، چې غوښتنه به یې عمران خان ته رسوي.
د چمن-سپین بولدک لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ له هجوم لرونکو لارو څخه ده، چې له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې وه.
ویل کېږي زرګونه په خوراکي توکو بار موټر او مسافر د لارې دې خواته بند پاتې وو او افغان سوداګرو ته هره ورځ دوه میلیونه ډالره زیان اوښت.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي