برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د پاکستان په زندانونو کې لسګونه افغان ماشومان او ښځې بندیانې دي

آریانانیوز: د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون په یوه راپور کې ویلي، چې د کراچۍ د ښځو په زندان کې د نورو مجرمینو ترڅنګ ۱۳۹ افغان ښځې او ۱۶۵ ماشومان بندیان دي. ډېری دغه مېرمنې کراچۍ ته د درملنې لپاره تللې وې او د اسنادو نه لرلو له امله نیول شوې وې.


په دې وروستیو کې د سندهـ حکومت په پراخه کچه هغه افغانان نیولي چې په غیر قانوني توګه پاکستان ته داخل شوي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه ریاست چارواکي غواړي د کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخه ونیسي.

د کراچۍ په مرکزي زندان کې د زیات شمېر افغان کډوالو د نیول کېدو لامل شوی چې له ظرفیت څخه ډېر افغان کډوال په دې زندان کې وساتل شي.

دغه کمیسیون وايي، یوازې ۲۵.۸ سلنه افغانان چې مرکې ورسره شوي، وکیل لري.

په راپور کې راغلي چې په کراچۍ کې د ماشومانو د اصلاح په مرکز کې ۱۱۱ افغان ماشومان چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، بندیان دي. د دغو ماشومانو ۹۳٪ پاکستان ته د کار موندلو لپاره تللي وو. دغه ماشومان په چای خانو، د کثافاتو په ټولولو، رومزدۍ او نورو کارونو بوخت وو.

دغه افغان اتباع چې یوازې له دې امله نیول شوي چې د هویت اسناد یې نه درلودل، اوس له پاکستاني تورنو او مجرمینو سره تر یوه چت لاندې ساتل کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغه هېواد له امنیتي او قضايي ارګانونو غوښتي چې د افغان بندیانو برخلیک ژر تر ژره وټاکي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي