برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستاني ځواکونو په برید کې

آریانانوز: د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته نن د دوشنبې په ورځ ویلي چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې میرمنې وژل شوي او څلور ماشومان ټپيان شوي دي
د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم هم ورته معلومات ورکړي دي او ویلي يې دي چې تېره ورځ ماسپښین د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ کرښه غیر قانوني تحرکات را منځته شوه، دوی غوښتل چې د افغانستان خاوره کې دننه چیک پوسټونه جوړ کړي، چې له امله یې د ولسي غبرګون سره مخ شول او یاده مرګ ژوبله را منځته شوه
نوموړي وویل چې د پاکستاني ځواکونو په راکټي بریدونو کې ۳ میرمنې وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي
د کونړ د ولایتي شورا غړي شیرزمان منشي ویلي چې پيښه په دو کالم سیمه کې هغه مهال را منځته شوه چې پاکستاني ځواکونو ۳۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰ متره شاوخوا پر ډیورنډ کرښه د افغانستان خواته تجاوز کړی وو او د چیک پوسټ جوړولو هڅه یې کوله
باید وویل شي چې پاکستان له تیرو دوه کلونو راهیسي د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تارونه او چیک پوسټونه جوړول پيل کړي چې اکثره برخه یې تکمیل شوې ده. د ډیریو مدني فعالانو په نظر د اشرف غني د ادارې له خوا د پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه معامله شوې او دغه کرښه ورسره رسما منل شوې خو ارګ دغه خبرونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي