برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستاني موټرونو څخه د جوازونو او روډپاس غوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ ل مخی پاکستاني سوداګر وایي د افغان حکومت د تازه اقداماتو له امله یې سلګونه باروړونکي موټر به تورخم کې د جواز نه لرلو له کبله درول شوي دي. دغه سوداګر وایي افغان حکومت له پاکستاني موټرونو تازه د جوازونو او روډپاس غوښتنه کوي چې له دې امله سلګونه موټر په تورخم کې درول شوي دي او اجازه نه ورکول کیږي.
بلخوا د افغانستان لوري ته د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چې اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.
ددغه خونو چارواکي وايي افغان حکومت مخکې له مخکې پاکستاني موټرونو ته خبرداری ورکړی دی چې له جواز پرته افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی.
افغان حکومت داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چې پاکستانی لوری له کلونو راهیسې افغان سوداګر په بېلو نومونو ځوروي او زیانونه ورته اړوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي