برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو کمېسیون د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئولین

آریانانیوز: د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د کمېسیون د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلی
د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د کمېسیون د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلی.
د یوراپور له مخې، محمد کبیر پناهي چې په ټاکنو کمېسیون کې یې د «IT» د برخې د مسئول په توګه دنده سرته رسوله ، د ټاکنو په ورځ په بایومټریک دستګاوو کې د پیدا شویو ستونزو په خاطر لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی.
د اطلاعاتو او ټکنالوژي برخې مسئول داسې مهال لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل کېږي، چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون د انټرنيټ د کمزورتیا او د معلوماتو د حجم د زیاتوالي له امله مرکز ته د هغوی ورو انتقال د رایې شمېرنې د بهیر جدي ستونزه یاده کړې وه، چې د حل په موخه یې الماني انجینران نن ورځ کابل ته راورسېدل.
تر دې وړاندې هم ځیني داسې اوازې وې، چې ګواکي د ټاکنو کمېسیون مرکزي سرور هېک شوی او اوس ان د ټاکنو کمېسیون ورته لاسرسی نه لري؛ خو دغه اوازې د کومې رسمي سرچینې له لوري تائید شوې نه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي