برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د واورې زیات ورښت له امله د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د هرات انجیل ولسوالۍ کې د واورې زیات ورښت له امله د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي وژل شوي دي
دا کسان هغه مهال وژل شوي چې د واورې زیات ورښت له امله د کور چت پرې ونړید
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد د دې پيښې په تایید سره ویلي چې په وژل شوو کسانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي
ویل کېږي چې په هرات کې له تېرې شپې راهیسې درنه واوره ورېږي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي
د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي