برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې دشمن ته درنه مرګ ژوبله

آریانانیوز: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۲ ګډ تعرضي او چاڼیز ،۹۵ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰ضربې یې د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۳۲پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي.

دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ ننګرهار، غزني، پکتیا، کندهار، ارزګان، فراه، هرات،  فاریاب، کندز، بدخشان بغلان، بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د هلمند ولایت د ګرشک او نادعلي په ولسوالیو کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي ۷ تنه ټپيان او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شڼد شوي، د کندز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپيان، د وسلو ۳ زیرمې،۵۰ کړۍ ماینونه، د دهشکې ۱۵۰۰ ګولۍ، د توغندي ۵ ګولۍ او یو موټر له منځه وړل شوی، د کندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د خوګیانو په ولسوالۍ کې ۵ تنه داعشیان وژل شوي دي .

همدا راز د غزني ولایت د مقر او اندړو په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپيان او ۲ موټر له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت د المار او غورماچ په ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ۵ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د بدخشان ولایت د ارغنداخواه په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان او د بلخ ولایت د شورتپې په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ماین د چاودنې له امله د کنړ ولایت د مرورې په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د سرکانو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او یو تن سیمه ایز قوماندان له منځه وړل شوي او د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د بغلان ولایت د دهنه غوري په ولسوالۍ کې یو تن شکمن کس له یو شمیر وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.

ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي