برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې ۲۹تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو داعشیانو په شمول ۱۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۲تنه نور ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د کنر، غزني، لوګر ، خوست ، ارزګان، فراه، بادغیس، فاریاب، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د غزني ولایت د قره باغ او خوګیانو په ولسوالیو کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، دکنړ ولایت د پیچ درې په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي ، د لوګر ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي ، یوموټر له منځه وړل شوی او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۹ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۲پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي