برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مرکزي سیمو کې وروستۍ جګړې ریښتیا قومي بڼه لري؟

آریانانیوز: له تقریبا دریو اونیو راهیسي د هیواد په مرکزي په تیره هزاره میشتو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.


د جګړې د پیل په ورځو کې ولسمشر غني هغه قومي جګړه وبلله او د ګرمولو لپاره سیمې ته پوځي تجهیزات او سرتیری هم ولیږل.
دا چې د جګړې پیل د چا لخوا او ولي شوی بیل بحث دی ، خو د ښاغلي غني لخوا د ولسمشر په توګه یادې جګړې ته د قومیت نوم ورکول د پوښتنې وړ خبره ده .
د ښاغلی غني له دې تفرقې اچوونکې اصطلاح سره د حکومت او پرلمان په دننه کې خپله د هزاره میشتو سیمو استازي هم مخالف او هغه په هیواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ د قومي او نژادي تبعیض پارولو هڅه بولي.
د ښاغلی غني په مشرۍ ګډ حکومت د خپل تأسیس له لومړۍ ورځې په افغانستان کې د ملي وحدت پاشلو په غرض دغه ډول فتنه جوړوونکې هڅې کړې.
د ګډ حکومت د مؤسس جانکیري له خوا د ملي وحدت په نوم حکومت نومونه د همدې شوم هدف لپاره وشوه چې له جوړیدو سره هم مهاله یې په فاریاب، جوزجان ،سرپل، بغلان او نورو شمالي ولایتونو کې د اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم د یادو سیمو د ولسونو خلاف تصفیوي عملیات پیل کړل.
په بریښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د لیکولو او نه لیکلو په سر ناندرې او حتی د اتیاوو کلونو مخته وژل شویو مړیو جسدونه را ایستل او بیرته د کابل ښار په تاریخي او متنازع علیها ساحه کې ښخول ددغو تخریبي هڅو تسلسل دی.
په هزاره جاتو کې اوسني روانه جګړه د ملي وحدت په نوم جوړ شوي حکومت د تفرقې اچولو هغه هڅه ده چې د امریکایانو په دستور په افغانستان کې د نژادي او مذهبي شخړو را پورته کولو په غرض تر سره کیږي.
طالبان له تیرو اوولسو کلونو راهیسي د بهرنیانو او د هغوي د تحت الحمایه رژیم خلاف د هیواد په ټولو سیمو کې جنګیږي ، تر اوسه پوري چیرته په هغوی باندې داسې پیښه نه شي ثابتیدلی چې له مخه دي طالبانو له چاسره د قوم، ژبې او مذهب په نوم چلند کړی وي.
خپله هزاره وروڼه د دې شاهدان دې چې د همدې انګورې او نورو هزاره میشتو سیمو یو شمیر هغه یرغمل شوي وګړي چې داعشي ملیشو په ۲۰۱۶ کال کې یرغمل کړي او د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې یې له ځان سره ساتلي وو، طالبانو ور څخه راخلاص او خپلو کورنیو ته وسپارل.
همدا راز د هیواد په مرکزي سیمو دای کونډي، بامیان، غزني او میدان وردګو کې ډیرې داسې سیمې دي چې هلته طالبان پوره تسلط لري خو د سیمي د میشتو هزاره توکمو پرخلاف یې من حیث القوم د تبعیضي کړنو بیلګې نه لیدل کیږي.
په مرکزي سیمو کې د طالبانو اوسني عملیات له کوم قومي او مذهبي ملحوظ پرته د هغو فعالیتونو یوه برخه دي چې د تحت الحمایه رژیم او د هغه د حامیانو په خلاف یې په ټول هیواد کې په لاره اچولي او پیل یې هم په خاص اروزګان کې د خپل سري قومندان شجاعي د یوه وحشیانه برید په ځوابي غبرګون کې شوی دی.
حکیم شجاعي چې د بشري حقونو د دفاع سازمان لخوا پر بشر ضد جرمونو تورن دی ، د دې لپاره چې د خپلو کړیو جنایتونو د
مجازاتولو لپاره عدلي او قضايي مراجعو ته وسپارل ، د ګډ حکومت لخوا د دغسي شرانګیزه کړنو د تر سره کولو په غرض لا حمایه او پر ولسي خللګو د بریدونو لپاره تجهیز کیږي.
احمد مختار

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي