برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۴۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د مول شوي مرستیال والی په ګډون ۴۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۳۷ تنه ټپیان او ۲۵ تنه نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لوګر، خوست، کندهار ، ارزګان، زابل ، فراه ، بادغیس ، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۱ تنه ټپیان ، ۱۵ تنه نیول شوي ، د دښمن یوه قرارګاه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د طالبانو د نومول شوي والی مرستیال عبدالله په ګډون ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۸ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د هلمند ولایت د نادعلی او ګرشک په ولسوالۍ کې د ۳ تنو ماین جوړونکو په شمول ۹ تنه ترهګر وژل شوي ، ۴ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی او د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور نیول شوي دي .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان ، ۳ موټر سایکلونه او د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړل شوې ، د فاریاب ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان او د زابل ولایت د شاه جوي په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۰پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۵ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي