برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۲۲تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني ، لوګر، خوست، کندهار ، ارزګان، زابل ، فراه ، بادغیس فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د غزني ولاتیت د آب بند په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي ، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند تالاني سیمه کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان او د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي ، یو موټر ، یو موټر ، یو موټر سایکل او ۳۰ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي او د زابل ولایت د شاه جوي په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵چاڼیز او ۵۶خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۴۳پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۸ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي