برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۶۶ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۱۰تنو داعشیانو په ګډون ۶۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵۷ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، خوست، کندهار ، ارزګان، زابل ، هرات، فراه ، بادغیس فاریاب، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۲۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان ، د هرات ولایت د چشت شریف په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان ، د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې ۱۰ تن داعشیان له منځه وړل شوي او د غزني ولایت د ګیرو او ده یک په ولسوالیو کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او د وسلو او مهماتو یو زیرمه له منځه وړل شوې ده .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان ، د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان او د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر له یو شمیر وسلې او مهماتو سره نیول شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۸پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۳ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي