برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کی له زده کړې د بې برخې شویو ماشومانوشمیر

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر په دغه هیواد کښې له زده کړې د بې برخې شویو ماشومانو شمیر درې میلیون او اووه لکه تنه اعلان کړي.


فیض ا… ذکي په کابل کښې له افغان ماشومانو د ملاتړ په کانفرنس کښې وویل: دا شمیر ماشومان د ناامنۍ، بې وزلۍ، طبیعي پیښو، وچ کالۍ او کډولۍ په وجه له زده کړو پاتې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د انسانانو قاچاق، په مخالفو ډلو کښې شاملیدل، د نشه ایزو توکو قاچاق او اعتیاد هغه مهمې ستونزې دي چې له زده کړې د بې برخې ماشومانو ژوند ګواښي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر په سختو او خطرناکو کارونو د بوختو ماشومانو شمیر کابو دوه میلیون تنه اعلان کړ او زیاته یې کړه چې دغه ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځاې د هیواد په سړکونو او بازارونو کښې په سختو کارونو اخته دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي