برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هیواد کې ۱۷ ميليونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري

د کليو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۲۱ ولايتونو له پراختيايي شوراګانو سره د ۹۹ پروژو قرارداد له لاسليک وروسته اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۷ ميليونه خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه مرستې ته اړتیا لري.



دا پراختیايي پروژې د کابل، خوست، بلخ، بادغیس، جوزجان، سمنگان، پنجشېر، تخار، غزني، پروان، غور، بدخشان، ننگرهار، بامیان، دایکنډی، هلمند، زابل، پکتیا، فاریاب، کندهار او نورستان ولايتونو کې پلې کېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کريمي د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د دې پروژو لګښت په ټولیز ډول له ۲۴۰ ميليونه افغانيو ډېر دی چې د ماليې وزارت او يونیسف ادارې له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، په هغو پروژو کې چې قرارداد یې نن له پراختیايي شوراګانو سره لاسیک شو؛ د څښاک اوبو لپاره د ‎څاګانو کيندل، د اوبو رسولو شبکو جوړېدل، د څښاک د اوبو زېرمې او اوبو لګولو کانال جوړول شامل دي.
د کليو بیارغونې او پراختيا وزیر په خبره، یادې پروژې به نږدې ۱۷۶زره کاري ورځې ونیسي او له ۲۲ زرو ډېرې کورنۍ به ترې ګټه واخلي. دغه پروژې به د اوبو رسولو، اوبو لګولو او چاپېریال ساتنې پروګرام له مخې تطبیق شي.
کریمي وویل چې په افغانستان کې تر ۱۷ ميليونه ډېر خلک پاکو اوبو ته اړتيا لري چې د ټول هېواد ۶۳ سلنه جوړوي، له دې ډلې ۵۳ سلنه يې په کليو کې اوسېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، راتلونکې وچکالۍ ته په کتو دغه وزارت او د اوبو رسونې ملي پروګرام د وچکالۍ د اغېزو د مخنیوي لپاره یو شمېر ځانګړي تدابیر نیولي چې له دې ډلې په یادو ولایتونو کې د اوبو رسولو د پروژې چټک تطبیق هم شامل دی.
د کلیو یبارغونې او پراختیا وزارت د احصايې له مخې نږدې ۲۰ ولايتونه له وچکالۍ سره مخ دي چې له دې ډلې ۹ ولايتونه د شديدې وچکالۍ ستونزه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي