برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۱ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو داعشیانو په ګډون ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، ارزګان، بادغیس ، فراه ، فاریاب ، بلخ ، سرپل ، بدخشان او هلمند ا په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان د غزني ولایت د ګیرو او مرکز اړوند نانیو په اړوند سیمه کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان ، د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د چپر هار په ولسوالۍ ۲ تنه داعشیان وژل شوي، یو موټر ، ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر سولې او مهمات لاسته راغلي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲چاڼیز او ۶۶خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۹ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۲پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۴ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي