برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۵ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ماشومانو د ساتنې اداره: افغانستان د لوږې تر ټولو ناوړه بحران سره مخ دی

آریانانیوز: د ماشومانو د ساتنې ادارې په افغانستان کې د وږو ماشومانو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان ماشومان د لوږې په څنډه کې دي.


د ماشومانو د ساتنې ادارې د رسنیو ویاندې شارلټ روز په افغانستان کې د ماشومانو د لوږې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: د امریکا متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کول د دغه هېواد اقتصادي ننګونې لاپسې زیاتې کړې دي.

چارلوټ روز په ګوته کوي چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان ماشومان د لوږې په څنډه کې دي، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د خوارځواکي ماشومانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د رسنیو مسوول وویل: افغانستان د لوږې له تر ټولو بد بحران سره مخ دی او افغان ماشومان تر نورو ډېر اغېزمن شوي دي.

شارلټ روز زیاته کړه چې د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې یو شمیر کلینیکونه او روغتونونه د کافي مالي سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

روز وویل، د طبي مرکزونو تړل یوه لویه ستونزه ده ځکه چې درملنې ته اړتیا لرونکي ماشومان طبي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. د ماشومانو د حقونو دغه فعال د امریکا له خوا د کنګل شویو شتمنیو خلاصول او افغانستان ته د نغدو پیسو رسیدل د بحران د پراخیدو د مخنیوي یوازینۍ لار وبلله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي