برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د قطري حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي

آریانانیوز: په اسلام اباد کې د قطري سفیر اعلان وکړ چې هیواد یې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو سره د کورونا ویروس له ناروغۍ سره په مبارزه کې مرسته کوي...


په اسلام آباد کې د قطر سفیر شیخ سعود بن ال ثاني ، پاکستاني چارواکو ته طبي سامانونه او وسایل وسپارل.

د پاکستان دولتي راډیو دغه خبر خپور کړ، خو راډیو ونه ویل چې دا مرستې د پاکستان په کومو برخو کې میشته افغانانو ته ویشل کیږي.

قطر لا دمخه له افغان حکومت سره د کورونا ویروس د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي