برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تېلو بیه کابو دوه سلنه لوړه شوې ده

آریانانیوز: په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې ورځې په پرتله د تیلو بیې لوړې شوي؛ خو د نورو زیاتو لومړنیو توکو بیې پرخپل ځای دي.


د کابل ښار د وزیراباد تیلو ټانک یو تن کارکوونکي عبدالهادي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت یو ليټر پټرول له ۴۸ افغانیو ۴۹ ته لوړ شوي او یو لیټر ډيزل له ۴۷ افغانیو ۴۸ افغانیو ته لوړي شوي دي.
خو د لرګو او اوبلن ګاز بیې له بدلون پرته پرخپل ځای ولاړې دي.
د کابل ښار د تایمني واټ پر څلورم سړک ګاز پلورونکي احمدجاوید وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۶۵ افغانیو پلوري.
همداراز د کابل ښار د تایمني څلور لار کې د لرګو پلورونکي غلام سخي وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په شان یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۷۲۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ پلوري.
د کابل ښار د خوراکي توکو ټولنې مشر محمد همایون وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې د پلورعمده بیه په ۱۷۰۰ افغانۍ، د پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه په ۱۴۲۰ افغانۍ، پاکستانۍ ۲۴ کیلو لومړۍ درجه سیله وريجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لیټره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ ده.
دغه راز د کابل ښار منډوي کې چاى پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د اندونیزیايي یو کیلوګرامه شین چاى بیه په ۲۸۰ افغانۍ او د افریقايي یو کیلوګرامه تور چای بیه په ۳۰۰ افغانۍ ده.
د ځینو موادو پرچون پلور بیې له عمده نرخونه سره لږ او په ځینو مواردو کې زیات توپیر لري.
د کابل ښار د تایمني ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد صمیم وویل چې نن پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۷۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سیله وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ ليټره خورشید غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ، اندونیزیایي یوکیلوګرامه شين چای په ۳۰۰ افغانۍ او افریقايي یو کیلوګرامه تورچای په ۳۵۰ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بیو هم بدلون نه دی کړی.
د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر ۷۵۰ عیاره عربي سره زر یو ګرام په ۲۵۰۰ افغانۍ او ۵۸۵ عیاره روسي سره زر یو ګرام په ۲۰۰۰ افغانۍ خرڅوي.
په کابل ښار کې د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ خاوند حاجي میرحسین صداقت د معلوماتو له مخې د یو امریکايي ډالر د اخیستو ارزښت ۷۵.۳۵ او د زر پاکستاني کلدارو ۵۴۰ افغانیو ده.
د کب په ۱۱مه، یو امریکايي ډالر په ۷۴.۵۵ افغانیو او زرپاکستاني کلدارې په ۵۳۳ افغانیو تبادله کېدې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي