برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ترکیې او پاکستان ترمنځ د افغانستان په اړه خبرې او د مارشال دوستم پر احتمالي هوکړه

آریانانیوز: د یوه باخبره چارواکي په وینا ترکیې او پاکستان موافقه کړې چې هڅه وکړي مارشال دوستم طالبانو ته نږدې کړي.


ویل کیږي چې پاکستانیانو ترکانو ته ویلي چې کابل د هوايي ډګر د جوړولو قراردادونه يې ترکيې ته وسپاري، او ترکیه به یې په بدل کې هڅه وکړي چې مارشال دوستم له طالبانو سره يو ځای شي.

دا مسله له مارشال دوستم سره هم راپورته شوې او دوستم په دې برخه کې خپل پلان وړاندې کړی، چې دا مهال د پاکستان په حکومت کې د وروستیو تحولاتواو له امریکا سره د بیا نږدې کېدو له امله دا مهال چوپ پاتې شوی دی.

په دغه پلان کې دوستم خپل شرطونه په لاندې ډول بیان کړي دي: د طالبانو په کابینه کې د دوو وزیرانو ټاکل، په افغانستان کې د دوستم د ساتنې لپاره د ۶۰۰ وسله والو ځواکونو کارول، د هغه لپاره د مارشال رتبې ساتل، د دوستم د تاسیساتو او ځایونو بېرته ورکول.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي