برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید د کډوالو ځورول ودروي

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیف د اندېښنې وړ بللی دی.


د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیف د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي: دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړیوالو پام نه دی اړولی.

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، ډېری افغانان چې په افغانستان کې یې د طالبانو له خوا د ځورونې په وېره کې ژوند کاوه، پاکستان ته تللي، چیری چې دوی د خپل سري نیولو او د شړلو ګواښونو څپې سره مخامخ شوي.

دغې ادارې ویلي چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره د افغان کډوالو ځورول او په خپلسري ډول نیول بند کړي.

څه موده وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) راپور ورکړ، چې د طالبانو له خوا پر افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته ۶۰۰ زره افغان کډوال پاکستان ته تللي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي