برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیو تولیداتو د قاچاق مخنیوي

آریانانیوز: جمهوررئیس محمداشرف غني تیره ماښام د روژه ماتي په مېلمستیا کې د هیواد صنعتکارانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او ستونزې یې واورېدې.



په دې کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه او د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شېرباز کمین زاداه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د صنعتکارانو د هڅونې په خاطر یې له جمهوررئیس څخه مننه وکړه وې ویل، هغه امتیازات او ارزښت چې دولت موږ ته راکړې، د صنعتکارانو د تشویق لامل ګرځېدلی او اوس دولت ستر مشتري دخصوصي سکتور دي.
کمین زاده وویل، سږکال صنعت ۷ سلنه وده کړی ده او زموږ صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي، دغه راز د هیواد په کچه ۳۲۰۰ فابریکې لرو چې هېوادوال مو په ویاړ سره تولیدات پېري.
وروسته د ښځو د سوداګرۍ خونې رئیسې منیژې وافق خبرې وکړې او د ښځو داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو، د سوداګرو ښځو د تشویق، د صنعت ودې ته د پاملرنې، ښځو ته د دولتي جایدادونو د اجارې او کرایه ورکولو د جلا طرزالعملونو د ایجاد، اجرایي کارکوونکو ته د اګاهۍ ورکولو، د تحقیق او انکشاف په برخه کې هر وزارت ته د کلنۍ بودجې د تخصیص، له کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د لبنیاتو د صنعت او خصوصي سکتور د انکشاف په برخه کې د ډونرانو د تنظیم په برخه کې یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د پانګوالو په ځانګړي ډول د صنعتکارانو له نوښتونو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل: زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې دولت خپل شریک وګڼئ او زموږ کار باید هدفمند وي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د بهرنیو تولیداتو د مخنیوي په موخه چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کيږي، د هیواد په بېلابېلو نقطو کې پنځه مرکزونه ایجادیږي او په دې برخه کې د سوداګراو او پانګوالو د همکارۍ غوښتونکی شو.
جمهوررئیس د ګمرکونو پر کنترول ټینګار وکړ او وې ویل، د ځمکې کرایه او اجاره په نوي طرزالعمل کې شامله شوې او ټول دولتي املاک د ښار جوړولو وزارت پورې تعلق لري.
جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزیر ته لارښوونه وکړه چې دولتي املاک دې د شتمنۍ د تولید د وسیلې په توګه اماده کړي او له صنعت کارانو یې وغوښتل چې په لیکلې بڼه خپل شکایتونه وړاندې کړي.
جمهوررئیس د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور، بانکدارۍ او رسنیو پر لا زیاتې همغږۍ او ګډ لیدلوري ټینګار وکړ او وې ویل، د مشارکت بنسټ اېښودل شوی او په دې برخه کې لا زیات خوځښت ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي