برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بهرنیانو په هوايي برید کې ۳۰ ملکي وګړي ووژل شو

آریانانیوز: د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې هوايي بریدونو کې يې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي.


محصلین ویبپاڼې د شمشاد په حواله د یوې امنیتي سرچینې له خولې ويلی چې په بریدونو کې ۳۰ تنه ملکي وګړي او ۱۲ طالبان وژل شوي دي.
د سرچینې په وینا برید د دې ولسوالۍ په شېوان سیمه کې شوی دی، چې لا هم پکې عملیات دوام لري.
د فراه ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې نن په غزني کې هم د فوټبال د یو روزونکي محمد نظیم شالیزي په ګډون د هغه د کورنۍ ۱۸ غړي په بمبار کې ووژل شول.
په غزني کې دغه برید د خشک په نوم سیمه کې وشو، چې د وژل شویو تر څنګ يې شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان کړي دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو په غزني کې د خپلې مداخلې او بمبارۍ پخلی کړی او ويلي يې دي چې خپل افغان همکاران يې یوازې نه دې پرېيښې، خو د ملکي تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.
په فراه کې د دې مرګوني بمبار اړوند بهرنیان او کورني لوړپوړي چارواکي لا هم چوپه خوله دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي