برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د امریکا د کانګریس غړې: د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو کمول له وجدان څخه لرې دي

آریانانیوز: د امریکا د کانګرس یوه مسلمان غړې الهان عمر د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خسارې په توګه د افغانستان د بهرنیو اسعارو د ۳.۵ میلیاردو ډالرو د تخصیص په اړه د ولسمشر پرېکړه "له ضمیر څخه لرې" وبلله.


نوموړې په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د ترسره کوونکو په منځ کې یو افغان هم نه و. عمر دا خبره کړې ده چې متحده ایالات په داسې حال کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د خسارې په توګه اخلي چې د سعودي عربستان او مصر حکومتونو ته په ملیاردونو ډالر ورکوي، چې د هغې په وینا د سپټمبر د یوولسمې له ترهګرو سره مستقیمې اړیکې لري.

د امریکا د کانګرس غړې د افغانستان د شتمنیو کنګل کول د میلیونونو وږيو خلکو لپاره مجازات او هغه یې له وجدان څخه لرې بللی دی.

په یوه اجرایوي فرمان کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د بند شویو شتمنیو له ډلې ۳.۵ میلیارده ډالر د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته او ۳.۵ میلیارده ډالره نور یې له افغانستان سره د مرستې لپاره د وجهې صندوق ته ځانګړي کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي