برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د امریکا د ولسمشرۍ نومانده: امریکا په افغانستان کې خپله ماتې منلې ده

د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې خپله ماتې منلې او اوکراین او اسراییل هم یوازې پریږدي.


د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نومانده او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره وايي، امریکا په افغانستان کې خپله ماتې منلې ده.

د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې نیکي هیلي له نیوز میکس سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: کله چې خلک له ما پوښتنه کوي چې څه شی ما د شپې ویښ ساتي، زه وایم. د نن ورځې او د ټاکنو د ورځې تر منځ وخت ؛ ځکه چې زموږ دښمنان پوهیږي چې موږ په خپل ضعف کې یو.

هغه زیاته کړه: دوی ګوري چې جنوبي پولې خلاصې دي. دوی ګوري چې موږ داسې ولسمشر لرو چې هغه کارونه نه کوي چې باید ترسره شي.

هیلي په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره وه، چې له افغانستانه یې د سمدستي وتلو په اړه د ټرمپ له ټینګار سره سره دا یوه تېروتنه ګڼلې وه. هیلي له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا لپاره یوه “شرمونکې ماتې” بللې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي