برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح پلان کانګرس ته وړاندې کیږي

کوري میلز یو پلان وړاندې کوي چې د دفاع وزیر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د هغه د کړنو له امله استیضاح کړي.


د فلوریډا ایالت څخه جمهوري غوښتونکي وکیل کوري میلز په یوه بیان کې ویلي: د واشنګټن په اوسنۍ اداره کې لوړ پوړو چارواکو هغه معلومات له پامه غورځولي چې ښيي که امریکا له افغانستان څخه د وتلو بهیر په سمه توګه پرمخ نه وړي، امریکایان او په کابل کې زموږ همکاران به ډیر زیانمن شي. د همدې غفلت په پایله کې دوه کاله وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول.

د دې بیانیې په دوام کښې راغلی دی: زه د امریکې د دفاع د وزیر لویډ آسټین د استیضاح اقدام د هغه مدیریت له کبله وړاندې کوم چې هغه دوه کاله مخکې له افغانستانه د امریکې د ځواکونو د وتلو په وخت کښې ترسره کړ.

کوري ملز زیاته کړه چې د دغه برید د دوهمې کلیزې په مناسبت د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې هیڅ یوه چارواکي د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

هغه ټینګار وکړ چې کانګرس باید د بایډن ادارې “بشپړې ناکامۍ” ته د رسیدګي لپاره “ریښتیني” اقدام وکړي.

تر دې مخکې اعلان شوی و چې په کانګرس کې د امریکا د جمهوري غوښتونکو استازو ژمنه کړې چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو “له ناورین ډکو وتلو” او د بایډن د “ناکامۍ” د پایلو په اړه پلټنې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي