برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دټرانزیتي دروازې بېرته پرانیستل

آریانانیوز: د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیتي دروازې، تورخم او سپین بولدک د دغې خونې او افغان حکومت په همکارۍ بېرته پرانیستل شوې دي
ددغې خونې مشر توکل احمدیار دا خبرې نن په کابل کې د امریکا سفارت د مرستیالې مېرمن دېکر سره د وېډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې مطرح کړي
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وایي، په دغه ناسته کې په روانو اقتصادي شرایطو کې د تشبثاتو د اهمیت په رول، پانګونو او د سوداګریزو فعالیتونو د شرایطو د ښه کېدو لپاره د لازم اقداماتو، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، له پانګونې د ملاتړ او هم د هېواد په اقتصادي ودې او انکشاف کې د خصوصي سکټور د رول په پياوړي کولو ټینګار شوی دی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په دغه ناسته کې د امریکا سفارت مرستیالې د افغانستان د خصوصي سکټور د پرمختګ په برخه کې د امریکا د دولت د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د خبرو اترو د دوام او له پاکستان سره د تجارتي او ټرانزیتي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي